100%

د عيسىٰ مسيح پېدايښت

الشراكة

1

د تېرې شوې غونډې نه پس څۀ وشول، او تاسو د څۀ د پاره شکر ګزار يئ؟

2

په دې هفته کښې تاسو د څۀ د پاره فکرمند يئ، او د بهترۍ راوستلو د پاره تاسو ته د څۀ ضرورت دے؟

3

ستاسو په ټولنه کښې د خلقو څۀ ضرورتونه دى، او د دې ضرورتونو پوره کولو د پاره مونږ څنګه د يو بل مدد کولے شو؟

4

په تېره شوې غونډه کښې مونږ کومه قيصه لوستې وه؟ مونږ د خدائ پاک او د خلقو په حقله څۀ زده کړى وو؟

5

په تېره شوې غونډه کښې تاسو فېصله کړې وه چې څۀ مو زده کړل په هغې به عمل کوئ. تاسو څۀ کوئ او د دې نتيجه څۀ ده؟

6

په تېره شوې غونډه کښې مونږ کومه قيصه لوستې وه؟ مونږ د خدائ پاک او د خلقو په حقله څۀ زده کړى وو؟

7

په تېره شوې غونډه کښې مونږ د يو څو ضرورتونو په حقله خبرې کړې وې او د هغه ضرورتونو پوره کولو اراده مو کړې وه؟ نو څۀ وشول؟

8

نو راځئ چې اوس د خدائ پاک په حقله يوه نوې قيصه واورو...

لوقا 2: 1-20

¹ دوېم باب په هغه ورځو کښې د رومى قيصر اوګوستوس د طرف نه دا فرمان جارى شو چې په رومى بادشاهۍ کښې دې د ټولو خلقو مردم‌شمارى وشى. ² دا وړومبۍ مردم‌شمارى وه چې د شام د ګورنر کيرينيوس په وخت کښې وشوه. ³ د دې دپاره هر يو کس خپلې خپلې ښاريې ته د مردم‌شمارۍ دپاره لاړو. ⁴ نو دغه شان يوسف هم د ګليل د ناصرت نه يهوديه ته لاړو چې د داؤد په ښاريه بيت‌لحم کښې خپل نوم وليکى ځکه چې هغه د داؤد د خاندان نه وو. ⁵ او هغه سره د مريمې لاړو څوک چې د هغۀ چنغله وه او هغه د مخکښې نه اُميدواره وه. ⁶ او کله چې هغوئ لا هلته کښې وُو نو د هغې ماشوم د پېدا کېدو ورځې پوره شوې، ⁷ او د هغې اول زوئ پېدا شو. هغې هغه په اوړنى کښې ونغښتو او په يو اخور کښې يې کېښودو ځکه چې په سرائى کښې د هغوئ دپاره ځائ نۀ وو. ⁸ هم په دغه علاقه کښې څۀ شپونکى وُو چې په پټو کښې يې د شپې د خپلو رمو څوکيدارى کوله، ⁹ چې ناګهانه د مالِک خُدائ فرښته د هغوئ په وړاندې راڅرګنده شوه او د مالِک خُدائ نُور د هغوئ چارچاپيره خور شو او هغوئ يرې واخستل. ¹⁰ خو فرښتې هغوئ ته وفرمائيل چې، ”يرېږئ مه. ما تاسو له يو ښۀ زېرے راوړے دے چې د ټولو خلقو دپاره به يوه لويه خوشحالى وى. ¹¹ نن د داؤد په ښار کښې ستاسو خلاصونکے پېدا شوے دے چې هغه مسيح مالِک دے. ¹² او ستاسو دپاره د هغۀ دا نښه ده چې تاسو به يو ماشوم په اوړنى کښې انغښتے په اخور کښې ومومئ.“ ¹³ ناګهانه د هغې فرښتې سره د آسمانى لښکر يوه ډله راڅرګنده شوه او د خُدائ پاک دا ثنا يې ووئيله چې، ¹⁴ ”د خُدائ پاک حمد دې وى پاس په آسمان کښې، او په زمکه دې د هغه خلقو دپاره خير او سلامتى وى د چا نه چې هغه رضا دے.“ ¹⁵ کله چې فرښتې د هغه ځايه آسمان طرف ته رُخصت شوې نو شپونکو يو تر بله ووئيل، ”ځئ چې اوس سمدستى بيت‌لحم ته لاړ شُو او دا شوے کار ووينو کوم چې مالِک خُدائ مونږ ته څرګند کړے دے.“ ¹⁶ هغوئ په منډه لاړل د مريمې او يوسف پته يې ولګوله او هغه ماشوم يې په اخور کښې پروت وموندلو. ¹⁷ کله چې هغوئ هغه ماشوم وليدو نو زر يې دا خبره خوره کړه څۀ چې دوئ ته د هغۀ په حقله وئيلے شوى وُو. ¹⁸ او د دې شپونکو خبره چې چا واورېدله، ټول حق حېران شول. ¹⁹ خو مريمې په دې ټولو واقعو سوچ کولو او په زړۀ کښې يې ساتلى. ²⁰ خو شپونکو په واپس تلو کښې د خُدائ پاک ثناء صِفت بيانولو ځکه چې بلکل هر څۀ يې هغه شان وليدل او واورېدل لکه څنګه چې فرښتې ورته فرمائيلى وُو.

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019. اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows: Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto, Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society. Used by permission. All rights reserved. Pashto, Northern: Yousafzai Pashto Audio Bible; Revised Yousafzai Pashto (Northern) Bible © 2020, The Pakistan Bible Society (Text). Audio ℗ 2020-2025 Roshan Productions for complete NT and following OT books: Jos, Jud, 1Sa – 2Ch, Psa, Pro, Ecc, Isa – Hos, Jon – Mal.. Audio ℗ 2020 Davar Partners International (Audio) for following OT books: Gen – Deu, Rut, Ezr – Job, Sng, Jol - Oba.

التطبيق

1

اوس دې څوک په خپلو الفاظو کښې دا قيصه داسې بيا بيان کړى لکه چې خپلو يو داسې ملګرى ته ئې بيانوى چا چې مخکښې دا هډو اورېدلې نۀ ده. راځئ چې وګورو چې په دې کښې ترې نه څۀ پاتې شو يا څۀ ئې په غلطۍ سره زيات بيان کړل. کۀ داسې وشى نو مونږ دا تپوس کولے شو "دا په قيصه کښې کوم ځائ وئيلے شوى دى؟"

2

دا قيصه مونږ ته د خدائ پاک په حقله، د هغۀ د کردار او کارونو په حقله د څۀ ښودنه کوى؟

3

په دې قيصه کښې مونږ د خلقو او د خپل ځان په حقله څۀ زده کوو؟

4

تاسو به په دې هفته کښې د دې قيصې په حقيقت باندې څنګه عمل کوئ؟ تاسو به کوم خاص عمل يا کار کوئ؟

5

د بيا ملاوېدو نه مخکښې به تاسو دا قيصه چا ته کوئ؟ تاسو داسې څوک پېژنئ چې هغوئ هم د خدائ پاک کلام د داسې قسمه ايپ په ذريعه پېژندل غواړى؟

6

راځئ چې اوس د خپلې غونډې په آخره کښې دا فيصله وکړو چې بيا به کله ملاويږو او په راتلونکې غونډه کښې به څوک مشرى کوى.

7

دا يو ځائ ښۀ وخت تېر شو. دا به ښه وى چې د څۀ کولو د پاره وئيلى دى هغه وليکئ، او د بيا ملاوېدو نه مخکښې دا قيصه يو ځل بيا واورئ. کۀ چا سره دا قيصه په ليکلے شوى يا آډيو شکل کښې نۀ وى، نو د غونډې مشر ورته دا ليږلے شى. څنګه چې مخکښې ځو، نو راځئ چې د مالک نه مدد وغواړو.

0:00

0:00