100%

د عيسىٰ عاجرى

الشراكة

1

د تېرې شوې غونډې نه پس څۀ وشول، او تاسو د څۀ د پاره شکر ګزار يئ؟

2

په دې هفته کښې تاسو د څۀ د پاره فکرمند يئ، او د بهترۍ راوستلو د پاره تاسو ته د څۀ ضرورت دے؟

3

ستاسو په ټولنه کښې د خلقو څۀ ضرورتونه دى، او د دې ضرورتونو پوره کولو د پاره مونږ څنګه د يو بل مدد کولے شو؟

4

په تېره شوې غونډه کښې مونږ کومه قيصه لوستې وه؟ مونږ د خدائ پاک او د خلقو په حقله څۀ زده کړى وو؟

5

په تېره شوې غونډه کښې تاسو فېصله کړې وه چې څۀ مو زده کړل په هغې به عمل کوئ. تاسو څۀ کوئ او د دې نتيجه څۀ ده؟

6

په تېره شوې غونډه کښې مونږ کومه قيصه لوستې وه؟ مونږ د خدائ پاک او د خلقو په حقله څۀ زده کړى وو؟

7

په تېره شوې غونډه کښې مونږ د يو څو ضرورتونو په حقله خبرې کړې وې او د هغه ضرورتونو پوره کولو اراده مو کړې وه؟ نو څۀ وشول؟

8

نو راځئ چې اوس د خدائ پاک په حقله يوه نوې قيصه واورو...

يوحنا 13: 1-17

¹ ديارلسم باب د فسح د اختر نه مخکښې عيسىٰ ته معلومه شوه چې د دُنيا نه د هغۀ د جدايۍ وخت رانزدې شوے دے او هغه به خپل پلار ته ورشى. او د خپلو مريدانو سره يې په دې دُنيا کښې مينه وه، او تر آخره وخته پورې يې ورسره مينه وکړه. ² د ماښام د روټۍ وخت وو، او اِبليس د مخکښې نه د شمعون اِسکريوتى د زوئ يهوداه په زړۀ کښې دا خيال اچولے وو چې په عيسىٰ مُخبرى وکړى. ³ او عيسىٰ پوهه وو چې پلار هغۀ له د هر څۀ اختيار ورکړے دے او چې هغه د خُدائ پاک نه راغلے دے او خُدائ پاک له واپس روان دے. ⁴ نو هغه د روټۍ نه پاڅېدو، خپل څادر يې يو طرف ته کېښودو، يوه توليه يې راواخسته او د ملا نه يې تاو کړه. ⁵ بيا هغۀ په يو لوښى کښې اوبۀ واچولې او د خپلو مريدانو په پښو وينځلو يې شروع وکړه او په هغه توليه يې وچولې چې د ځان نه يې تاو کړې وه. ⁶ کله چې هغه شمعون پطروس ته راورسېدو نو پطروس هغۀ ته ووئيل چې، ”مالِکه، تۀ به زما پښې وينځې؟“ ⁷ عيسىٰ جواب ورکړو، ”څۀ چې زۀ کوم، تۀ اوس په دې نۀ پوهېږې خو وروستو به پوهه شې.“ ⁸ پطروس هغۀ ته ووئيل، ”زۀ به تاسو هيڅکله پرې نۀ ږدم چې زما پښې ووينځې.“ عيسىٰ جواب ورکړو چې، ”ترڅو چې زۀ تا ونۀ وينځم نو تۀ به زما مريد نۀ يې.“ ⁹ شمعون پطروس هغۀ ته ووئيل، ”بيا نو مالِکه، نۀ يواځې زما پښې بلکې لاسونه او سر مې هم ووينځه.“ ¹⁰ عيسىٰ هغۀ ته وفرمائيل، ”چا چې لامبلى وى هغۀ ته د پښو د وينځلو نه علاوه نور حاجت نشته بلکې هغه ټول پاک دے، او تاسو پاک يئ خو ټول نه.“ ¹¹ ځکه چې عيسىٰ ته معلومه وه چې څوک به په هغۀ مُخبرى کوى نو په دې وجه هغۀ وفرمائيل چې، تاسو ټول پاک نۀ يئ. ¹² د هغوئ د پښو وينځلو نه پس، هغۀ خپل څادر راواخستو او کښېناستو او د هغوئ نه يې تپوس وکړو، ”تاسو په دې پوهه شوئ چې ما تاسو سره څۀ وکړل؟ ¹³ تاسو ما ته اُستاذ او مالِک وايئ او دا ټيک وايئ ځکه چې زۀ يم. ¹⁴ نو کۀ ما ستاسو مالِک او اُستاذ ستاسو پښې ووينځلې نو په تاسو هم لازم دى چې د يو بل پښې ووينځئ. ¹⁵ ما ستاسو دپاره يو مِثال قائم کړے دے، چې تاسو به هم هغه شان کوئ، څنګه چې ما تاسو سره کړى دى. ¹⁶ زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې يو نوکر د خپل مالِک نه لوئ نۀ وى او نۀ پېغام وړونکے د رالېږونکى نه لوئ وى. ¹⁷ اوس تاسو په دې خبره پوهه شوئ نو تاسو بختور يئ کۀ چرې عمل پرې وکړئ.

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019. اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows: Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto, Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society. Used by permission. All rights reserved. Pashto, Northern: Yousafzai Pashto Audio Bible; Revised Yousafzai Pashto (Northern) Bible © 2020, The Pakistan Bible Society (Text). Audio ℗ 2020-2025 Roshan Productions for complete NT and following OT books: Jos, Jud, 1Sa – 2Ch, Psa, Pro, Ecc, Isa – Hos, Jon – Mal.. Audio ℗ 2020 Davar Partners International (Audio) for following OT books: Gen – Deu, Rut, Ezr – Job, Sng, Jol - Oba.

التطبيق

1

اوس دې څوک په خپلو الفاظو کښې دا قيصه داسې بيا بيان کړى لکه چې خپلو يو داسې ملګرى ته ئې بيانوى چا چې مخکښې دا هډو اورېدلې نۀ ده. راځئ چې وګورو چې په دې کښې ترې نه څۀ پاتې شو يا څۀ ئې په غلطۍ سره زيات بيان کړل. کۀ داسې وشى نو مونږ دا تپوس کولے شو "دا په قيصه کښې کوم ځائ وئيلے شوى دى؟"

2

دا قيصه مونږ ته د خدائ پاک په حقله، د هغۀ د کردار او کارونو په حقله د څۀ ښودنه کوى؟

3

په دې قيصه کښې مونږ د خلقو او د خپل ځان په حقله څۀ زده کوو؟

4

تاسو به په دې هفته کښې د دې قيصې په حقيقت باندې څنګه عمل کوئ؟ تاسو به کوم خاص عمل يا کار کوئ؟

5

د بيا ملاوېدو نه مخکښې به تاسو دا قيصه چا ته کوئ؟ تاسو داسې څوک پېژنئ چې هغوئ هم د خدائ پاک کلام د داسې قسمه ايپ په ذريعه پېژندل غواړى؟

6

راځئ چې اوس د خپلې غونډې په آخره کښې دا فيصله وکړو چې بيا به کله ملاويږو او په راتلونکې غونډه کښې به څوک مشرى کوى.

7

دا يو ځائ ښۀ وخت تېر شو. دا به ښه وى چې د څۀ کولو د پاره وئيلى دى هغه وليکئ، او د بيا ملاوېدو نه مخکښې دا قيصه يو ځل بيا واورئ. کۀ چا سره دا قيصه په ليکلے شوى يا آډيو شکل کښې نۀ وى، نو د غونډې مشر ورته دا ليږلے شى. څنګه چې مخکښې ځو، نو راځئ چې د مالک نه مدد وغواړو.

0:00

0:00