1
2
3
4
5
6
7
8
³⁶ ”اُستاذه، په شريعت کښې د ټولو نه لوئ حکم کوم يو دے؟“ ³⁷ هغۀ ورله جواب ورکړو چې، ”د مالِک خپل خُدائ پاک سره په پوره زړۀ، په پوره ځان او په پوره عقل سره مينه ساتئ. ³⁸ دا د ټولو نه لوئ او اول حکم دے. ³⁹ او دوېم حکم هم په دې شان دے چې، د خپل ګاونډى سره د خپل ځان په شان مينه ساتئ. ⁴⁰ د شريعت او د نبيانو د تعليم ټول بنياد په دې دواړو حکمونو دے.“
⁴ اے بنى اِسرائيله واوره. مالِک زمونږ مالِک خُدائ واحد ذات دے. ⁵ تاسو د مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک سره په پوره زړۀ سره، په پوره ځان او په خپل ټول طاقت سره مينه ساتئ. ⁶ کوم حُکمونه چې درکوم نو هغه په ياده ياد کړئ. ⁷ خپلو بچو ته دا بيا بيا وريادوئ. کۀ په کور کښې ناست يئ يا په لاره روان يئ، چې څملئ يا پاڅئ، نو د دې په حقله د هغوئ سره خبرې کوئ. ⁸ دا په خپلو مټو او په خپلو تندو باندې وتړئ چې ستاسو دپاره د يادېدو د نښې په شان وى. ⁹ دا د خپلو کورونو په درشلو او د خپلو ښارونو په دروازو وليکئ.
Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019. اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows: Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto, Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society. Used by permission. All rights reserved. Pashto, Northern: Yousafzai Pashto Audio Bible; Revised Yousafzai Pashto (Northern) Bible © 2020, The Pakistan Bible Society (Text). Audio ℗ 2020-2025 Roshan Productions for complete NT and following OT books: Jos, Jud, 1Sa – 2Ch, Psa, Pro, Ecc, Isa – Hos, Jon – Mal.. Audio ℗ 2020 Davar Partners International (Audio) for following OT books: Gen – Deu, Rut, Ezr – Job, Sng, Jol - Oba.
1
2
3
4
5
6
7
8
0:00
0:00