1
2
3
4
5
6
7
8
²⁵ اے خاوندانو، د خپلو ښځو سره مينه کوئ، لکه څنګه چې مسيح د جماعت سره مينه کړې ده او خپل ځان يې د هغې دپاره قربان کړے دے ²⁶ چې هغه مقدس او پاک کړى او چې د خُدائ پاک د کلام په وسيله يې ووينځى. ²⁷ او هغۀ دا ځکه وکړل چې د ځان دپاره داسې د جلال جماعت تيار کړى، چې په کښې نۀ عېب وى، نۀ ګونجې، او نۀ په کښې بل څۀ عېب وى، بلکې پاک او بېداغه وى. ²⁸ هم دغه شان خاوندانو له په کار دى چې د خپلو ښځو سره داسې مينه وکړى لکه څنګه مينه چې د خپل بدن سره کوى. هر څوک چې د خپلې ښځې سره مينه کوى په حقيقت کښې هغه د خپل ځان سره مينه کوى. ²⁹ ځکه چې څوک هم د خپل بدن نه نفرت نۀ کوى بلکې هغه د زړۀ د اخلاصه د دې پالنه کوى، لکه څنګه چې مسيح د جماعت پالنه کوى. ³⁰ ځکه چې مونږ د هغۀ د بدن اندامونه يُو. ³¹ ”په دې وجه به سړے خپل مور پلار پرېږدى او د خپلې ښځې سره به يو ځائ شى، او دا دواړه به يو بدن شى.“ ³² دا يو لوئ راز دے خو زۀ يې د مسيح او جماعت په حقله وايم.
⁶ بيا ما د ډېرو کسانو داسې آواز واورېدو لکه د سيند د اوبو غړمبار او يا لکه د تندر د ګړزار، او هغوئ چغې وهلې چې، ”ثنا صِفت دې وى د مالِک خُدائ، مالِک زمونږ قادر مطلق خُدائ پاک بادشاه دے. ⁷ راځئ چې خوشحاله شُو او د خوشحالۍ نه چغې کړُو او د هغۀ لوئى بيان کړُو ځکه چې د ګډورى د وادۀ ورځ راغلې ده او د هغۀ ناوې ځان سمبال کړے دے، ⁸ او ورته د کتان نرمې جامې ورکړے شوې دى چې صفا ځلېدونکې دى.“ او دا نرم کتان د مقدسينو ښۀ کارونه دى. ⁹ بيا فرښتې ما ته ووئيل چې، ”دا وليکه چې، بختور دى هغه خلق چې د ګډُورى د وادۀ مېلمستيا ته رابللے شوى دى.“ او نور يې ووئيل چې، ”دا د خُدائ پاک برحق کلام دے.“
Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019. اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows: Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto, Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society. Used by permission. All rights reserved. Pashto, Northern: Yousafzai Pashto Audio Bible; Revised Yousafzai Pashto (Northern) Bible © 2020, The Pakistan Bible Society (Text). Audio ℗ 2020-2025 Roshan Productions for complete NT and following OT books: Jos, Jud, 1Sa – 2Ch, Psa, Pro, Ecc, Isa – Hos, Jon – Mal.. Audio ℗ 2020 Davar Partners International (Audio) for following OT books: Gen – Deu, Rut, Ezr – Job, Sng, Jol - Oba.
1
2
3
4
5
6
7
8
0:00
0:00