د عيسىٰ د مريد په طور تاسو له روح القدس درکړے شوے دے، نو په دې وجه تۀ د يو مشر په طور ئې. کۀ خدائ پاک تا د کار په ځائ کښې، رهنمايئ د پاره استعمالوى، يا په جماعت کښې، يا ستا په خپله کورنۍ کښې، خو دا پېژندل ضرورى دى چې کتاب مقدس د مشرۍ په حقله څۀ فرمائى. دا سبقونه به په روزمره ژوند کښې رهنمايئ د پاره ستاسو مرسته کوى.