100%

مريدان د خدائ پاک د بادشاهۍ لټون کوى

الشراكة

1

د تېرې شوې غونډې نه پس څۀ وشول، او تاسو د څۀ د پاره شکر ګزار يئ؟

2

په دې هفته کښې تاسو د څۀ د پاره فکرمند يئ، او د بهترۍ راوستلو د پاره تاسو ته د څۀ ضرورت دے؟

3

ستاسو په ټولنه کښې د خلقو څۀ ضرورتونه دى، او د دې ضرورتونو پوره کولو د پاره مونږ څنګه د يو بل مدد کولے شو؟

4

په تېره شوې غونډه کښې مونږ کومه قيصه لوستې وه؟ مونږ د خدائ پاک او د خلقو په حقله څۀ زده کړى وو؟

5

په تېره شوې غونډه کښې تاسو فېصله کړې وه چې څۀ مو زده کړل په هغې به عمل کوئ. تاسو څۀ کوئ او د دې نتيجه څۀ ده؟

6

په تېره شوې غونډه کښې مونږ کومه قيصه لوستې وه؟ مونږ د خدائ پاک او د خلقو په حقله څۀ زده کړى وو؟

7

په تېره شوې غونډه کښې مونږ د يو څو ضرورتونو په حقله خبرې کړې وې او د هغه ضرورتونو پوره کولو اراده مو کړې وه؟ نو څۀ وشول؟

8

نو راځئ چې اوس د خدائ پاک په حقله يوه نوې قيصه واورو...

متى 6: 19-34

¹⁹ په زمکه ځان له خزانې مۀ جمع کوئ چرته چې هغه وينۀ وهى او زنګ کيږى او غلۀ ورپسې کنډر کوى او پټوى يې. ²⁰ خو خپل ځان له خزانې په آسمان کښې جمع کوئ چرته چې نۀ وينۀ شته او نۀ زنګ چې دا خرابې کړى، چرته چې نۀ غل کنډر کوى او نۀ يې پټوى. ²¹ ځکه چې چرته ستا خزانه وى هلته به ستا زړۀ هم وى. ²² سترګې د بدن دپاره ډيوې دى. کۀ ستا سترګې روغې وى نو ستا ټول بدن به رڼا وى. ²³ خو کۀ سترګې دې خرابې وى نو ستا ټول بدن به په توره تيارۀ کښې وى. او کۀ چرې کومه رڼا چې په تا کښې ده، کۀ هغه هم تيارۀ ده نو بيا دا څومره لوئ تورتم دے. ²⁴ يو غلام هم د دوو مالِکانو خِدمت نۀ شى کولے. ځکه چې يا خو به هغه د يو نه نفرت کوى او د بل سره مينه، او يا به هغه د يو وفادار وى او د بل نه به کرکه کوى. تاسو د خُدائ پاک او د مال دولت دواړو يو ځائ خِدمت نۀ شئ کولے. ²⁵ ځکه زۀ تاسو ته دا وايم چې د خپل ژوندون دپاره دا اندېښنه مۀ کوئ چې څۀ به وخورو، څۀ به وڅښو، او يا څۀ به اغوندو. ولې ژوندون د روټۍ، او بدن د جامو نه ډېر غوره نۀ دے څۀ؟ ²⁶ د هوا مارغانو ته وګورئ، دوئ نۀ خو کَرى او نۀ رېبى او نۀ يې خمبو کښې جمع کوى خو بيا هم ستاسو آسمانى پلار هغوئ له رزق ورکوى. نو بيا تاسو هغۀ ته د هغوئ نه ډېر اهم نۀ يئ څۀ؟ ²⁷ په تاسو کښې داسې څوک شته چې هغه په اندېښنو خپل ژوند يو ساعت قدرې زيات کړى؟ ²⁸ د جامو اندېښنې بيا د څۀ دپاره؟ په پټو کښې ځنګلى ګلونو ته خو لږ خيال وکړئ، چې هغه څنګه راټوکيږى، نۀ خو هغوئ خوارى کوى او نۀ ځان دپاره جامې جوړوى. ²⁹ خو زۀ تاسو ته دا وايم چې سليمان چرې هم سره د خپل ټول شان او شوکت د دې ګلونو په شان ښائسته جامې اچولې نۀ وې. ³⁰ خو کۀ چرې خُدائ پاک د پټو واښو له داسې جامې ورکوى، کوم چې نن شته او سبا به په تنور کښې غورزولے شى، نو ولې هغه به بيا تاسو ته ښکلې جامې در نۀ کړى څۀ؟ اے د کم ايمان خاوندانو. ³¹ نو دا اندېښنه مۀ کوئ چې څۀ به وخورو، څۀ به وڅښو يا څۀ به واغوندو. ³² په دې ټولو څيزونو پسې بې‌دينه زغلى، خو ستاسو آسمانى پلار ستاسو د حاجتونو نه ښۀ خبر دے. ³³ تاسو د هر څۀ نه اول د خُدائ پاک د بادشاهۍ او د هغۀ د رښتينوالۍ لټون کوئ، نو بيا به هغه دا ټول څيزونه هم تاسو ته درکړى. ³⁴ ځکه د سبا غم مۀ کوئ، سبا به خپل غم په خپله کوى. د نن دپاره نننے غم کافى دے.“

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019. اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows: Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto, Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society. Used by permission. All rights reserved. Pashto, Northern: Yousafzai Pashto Audio Bible; Revised Yousafzai Pashto (Northern) Bible © 2020, The Pakistan Bible Society (Text). Audio ℗ 2020-2025 Roshan Productions for complete NT and following OT books: Jos, Jud, 1Sa – 2Ch, Psa, Pro, Ecc, Isa – Hos, Jon – Mal.. Audio ℗ 2020 Davar Partners International (Audio) for following OT books: Gen – Deu, Rut, Ezr – Job, Sng, Jol - Oba.

التطبيق

1

اوس دې څوک په خپلو الفاظو کښې دا قيصه داسې بيا بيان کړى لکه چې خپلو يو داسې ملګرى ته ئې بيانوى چا چې مخکښې دا هډو اورېدلې نۀ ده. راځئ چې وګورو چې په دې کښې ترې نه څۀ پاتې شو يا څۀ ئې په غلطۍ سره زيات بيان کړل. کۀ داسې وشى نو مونږ دا تپوس کولے شو "دا په قيصه کښې کوم ځائ وئيلے شوى دى؟"

2

دا قيصه مونږ ته د خدائ پاک په حقله، د هغۀ د کردار او کارونو په حقله د څۀ ښودنه کوى؟

3

په دې قيصه کښې مونږ د خلقو او د خپل ځان په حقله څۀ زده کوو؟

4

مونږ په دې قيصه کښې د شاګرد جوړېدو په حقله څۀ زده کوو؟

5

تاسو به په دې هفته کښې د دې قيصې په حقيقت باندې څنګه عمل کوئ؟ تاسو به کوم خاص عمل يا کار کوئ؟

6

د بيا ملاوېدو نه مخکښې به تاسو دا قيصه چا ته کوئ؟ تاسو داسې څوک پېژنئ چې هغوئ هم د خدائ پاک کلام د داسې قسمه ايپ په ذريعه پېژندل غواړى؟

7

راځئ چې اوس د خپلې غونډې په آخره کښې دا فيصله وکړو چې بيا به کله ملاويږو او په راتلونکې غونډه کښې به څوک مشرى کوى.

8

دا يو ځائ ښۀ وخت تېر شو. دا به ښه وى چې د څۀ کولو د پاره وئيلى دى هغه وليکئ، او د بيا ملاوېدو نه مخکښې دا قيصه يو ځل بيا واورئ. کۀ چا سره دا قيصه په ليکلے شوى يا آډيو شکل کښې نۀ وى، نو د غونډې مشر ورته دا ليږلے شى. څنګه چې مخکښې ځو، نو راځئ چې د مالک نه مدد وغواړو.

0:00

0:00