1
2
3
4
5
6
7
8
²³ بيا هغۀ هغوئ ټولو ته وفرمائيل، ”کۀ څوک زما مريدان جوړېدل غواړى، هغه دې د خپل ځان نه منکر شى، او هره ورځ دې خپله سولۍ راواخلى او ما پسې دې راځى. ²⁴ څوک چې خپل ځان ساتل غواړى هغه به يې بائيلى، خو څوک چې زما د خاطره خپل ژوند بائيلى، نو هغه به يې بچ کړى. ²⁵ کۀ څوک د خپل ابدى ژوند په بدله کښې ټوله دُنيا ومومى نو هغۀ ځان له څۀ فائده ورکړه؟ ²⁶ څوک چې په ما او زما په کلام شرميږى نو اِبن آدم به د هغوئ نه وشرميږى، کله چې هغه په خپل جلال او د پلار او د پاکو فرښتو جلال سره راشى.
⁵⁷ کله چې هغوئ په لاره روان وُو نو يو سړى هغۀ ته ووئيل، ”هر چرته چې تۀ ځې، زۀ به هم درپسې ځم.“ ⁵⁸ عيسىٰ ورته وفرمائيل چې، ”د لومبړو خپل غارونه وى او د مارغانو جالې، خو اِبن آدم دومره ځائ قدرې هم نۀ لرى چې سر په کښې ولګوى.“ ⁵⁹ بل چا ته هغۀ وفرمائيل چې، ”په ما پسې راځه.“ خو سړى جواب ورکړو، ”مالِکه، اول ما ته اجازت راکړه چې خپل پلار ښخ کړم.“ ⁶⁰ خو عيسىٰ ورته وفرمائيل، ”مړى پرېږدئ چې مړى ښخوى خو تۀ خامخا لاړ شه او د خُدائ پاک د بادشاهۍ زيرے ورکوه.“ ⁶¹ او بيا يو بل ووئيل، ”مالِکه، زۀ به درپسې يم خو دومره اجازت راکړه چې د خپل کور د خلقو نه رُخصت واخلم.“ ⁶² عيسىٰ هغۀ ته وفرمائيل، ”کوم سړے چې قُلبه کول شروع کړى بيا شاته ګورى هغه د خُدائ پاک د بادشاهۍ لائق نۀ دے.“
Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019. اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows: Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto, Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society. Used by permission. All rights reserved. Pashto, Northern: Yousafzai Pashto Audio Bible; Revised Yousafzai Pashto (Northern) Bible © 2020, The Pakistan Bible Society (Text). Audio ℗ 2020-2025 Roshan Productions for complete NT and following OT books: Jos, Jud, 1Sa – 2Ch, Psa, Pro, Ecc, Isa – Hos, Jon – Mal.. Audio ℗ 2020 Davar Partners International (Audio) for following OT books: Gen – Deu, Rut, Ezr – Job, Sng, Jol - Oba.
1
2
3
4
5
6
7
8
0:00
0:00