100%

مريدان زوړ فطرت لرې کوى او نوے فطرت خپلوى

الشراكة

1

د تېرې شوې غونډې نه پس څۀ وشول، او تاسو د څۀ د پاره شکر ګزار يئ؟

2

په دې هفته کښې تاسو د څۀ د پاره فکرمند يئ، او د بهترۍ راوستلو د پاره تاسو ته د څۀ ضرورت دے؟

3

ستاسو په ټولنه کښې د خلقو څۀ ضرورتونه دى، او د دې ضرورتونو پوره کولو د پاره مونږ څنګه د يو بل مدد کولے شو؟

4

په تېره شوې غونډه کښې مونږ کومه قيصه لوستې وه؟ مونږ د خدائ پاک او د خلقو په حقله څۀ زده کړى وو؟

5

په تېره شوې غونډه کښې تاسو فېصله کړې وه چې څۀ مو زده کړل په هغې به عمل کوئ. تاسو څۀ کوئ او د دې نتيجه څۀ ده؟

6

په تېره شوې غونډه کښې مونږ کومه قيصه لوستې وه؟ مونږ د خدائ پاک او د خلقو په حقله څۀ زده کړى وو؟

7

په تېره شوې غونډه کښې مونږ د يو څو ضرورتونو په حقله خبرې کړې وې او د هغه ضرورتونو پوره کولو اراده مو کړې وه؟ نو څۀ وشول؟

8

نو راځئ چې اوس د خدائ پاک په حقله يوه نوې قيصه واورو...

کولوسيان 3: 1-17

¹ درېم باب نو تاسو چې د مسيح سره بيا راژوندى شوئ نو تاسو بره د آسمانى څيزونو لټون کوئ، چرته چې مسيح د خُدائ پاک ښى لاس ته ناست دے. ² د آسمانى څيزونو په حقله سوچ کوئ او د دُنياوى څيزونو په حقله سوچ مۀ کوئ. ³ ځکه چې تاسو مړۀ شوى يئ خو ستاسو ژوند د مسيح سره په خُدائ پاک کښې پټ دے. ⁴ کله چې مسيح څوک چې ستاسو ژوندون دے راښکاره شى نو تاسو به هم د هغۀ سره په جلال کښې ښکاره شئ. ⁵ نو هم په دې وجه هر هغه خواهش مړ کړئ کوم چې ستاسو دُنياوى فطرت سره تعلق ساتى لکه زناکارى، پليتى، شهوت پرستى، بد خواهشات او حرص چې بُت پرستى ده. ⁶ ځکه چې د دې په وجه د خُدائ پاک غضب په هغه چا نازليږى څوک چې نافرمانه دى. ⁷ څۀ وخت تاسو هم د دې دُنيا برخه وئ او داسې ژوند مو تېرولو. ⁸ خو اوس تاسو له په کار دى چې د غصې، قهر، بدخواهۍ، چُغلۍ او سپکې خبرې پرېږدئ. ⁹ يو بل ته دروغ مۀ وايئ ځکه چې تاسو خپل زوړ د ګناه فطرت د دې د عملونو سره اخوا کړو، ¹⁰ تاسو نوے فطرت خپل کړئ، او داسې نوى شئ لکه څنګه چې تاسو د خپل خالق په حقله معرفت حاصل کړو او ورسره ورسره د هغۀ په شان شئ. ¹¹ په دې نوى ژوند کښې نۀ يهودى پاتې شو، نۀ غېر يهودى، نۀ سنت شوى، نۀ ناسنته، نۀ بهرنى، نۀ وحشى، نۀ غلام او نۀ آزاد، بلکې مسيح په تاسو ټولو کښې هر څۀ دے. ¹² نو بيا چې خُدائ پاک تاسو غوره او مقدس وګرځولئ او درسره يې مينه وکړه نو بيا د زړۀ سواندۍ، مهربانۍ، شرافت، عاجزۍ، او صبر جامې واغوندئ. ¹³ يو بل برداشت کوئ، او کۀ د يو بل خلاف مو څۀ شکايت وى نو هغه داسې معاف کړئ لکه څنګه چې تاسو مالِک معاف کړئ. ¹⁴ او د دې هر څۀ نه بغېر تاسو په خپلو کښې د مينې جامې واغوندئ چې هغه هر څۀ په پوره يووالى سره په خپلو کښې يوځائ کوى. ¹⁵ نو د مسيح سلامتى دې ستاسو په زړونو حکومت وکړى ځکه چې تاسو د يو بدن د اندامونو په طور د سلامتۍ دپاره رابللے شوى يئ. او شُکر ګزارى هم کوئ. ¹⁶ د مسيح کلام دې ستاسو په زړونو کښې ډېر ځائ ومومى، او په خپلو کښې يو بل له پوره حکمت سره تعليم ورکوئ او نصيحت کوئ، او په خپلو زړونو کښې د شُکر ګزارۍ سره د خُدائ پاک ثناء، زبور او روحانى سندرې وايئ. ¹⁷ او هر څۀ چې تاسو کوئ، هغه کۀ تاسو خبرې کوئ يا څۀ کار، هر څۀ د مالِک عيسىٰ په نوم کوئ او د هغۀ په وسيله د خُدائ پلار شُکر ادا کوئ.

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019. اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows: Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto, Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society. Used by permission. All rights reserved. Pashto, Northern: Yousafzai Pashto Audio Bible; Revised Yousafzai Pashto (Northern) Bible © 2020, The Pakistan Bible Society (Text). Audio ℗ 2020-2025 Roshan Productions for complete NT and following OT books: Jos, Jud, 1Sa – 2Ch, Psa, Pro, Ecc, Isa – Hos, Jon – Mal.. Audio ℗ 2020 Davar Partners International (Audio) for following OT books: Gen – Deu, Rut, Ezr – Job, Sng, Jol - Oba.

التطبيق

1

اوس دې څوک په خپلو الفاظو کښې دا قيصه داسې بيا بيان کړى لکه چې خپلو يو داسې ملګرى ته ئې بيانوى چا چې مخکښې دا هډو اورېدلې نۀ ده. راځئ چې وګورو چې په دې کښې ترې نه څۀ پاتې شو يا څۀ ئې په غلطۍ سره زيات بيان کړل. کۀ داسې وشى نو مونږ دا تپوس کولے شو "دا په قيصه کښې کوم ځائ وئيلے شوى دى؟"

2

دا قيصه مونږ ته د خدائ پاک په حقله، د هغۀ د کردار او کارونو په حقله د څۀ ښودنه کوى؟

3

په دې قيصه کښې مونږ د خلقو او د خپل ځان په حقله څۀ زده کوو؟

4

مونږ په دې قيصه کښې د شاګرد جوړېدو په حقله څۀ زده کوو؟

5

تاسو به په دې هفته کښې د دې قيصې په حقيقت باندې څنګه عمل کوئ؟ تاسو به کوم خاص عمل يا کار کوئ؟

6

د بيا ملاوېدو نه مخکښې به تاسو دا قيصه چا ته کوئ؟ تاسو داسې څوک پېژنئ چې هغوئ هم د خدائ پاک کلام د داسې قسمه ايپ په ذريعه پېژندل غواړى؟

7

راځئ چې اوس د خپلې غونډې په آخره کښې دا فيصله وکړو چې بيا به کله ملاويږو او په راتلونکې غونډه کښې به څوک مشرى کوى.

8

دا يو ځائ ښۀ وخت تېر شو. دا به ښه وى چې د څۀ کولو د پاره وئيلى دى هغه وليکئ، او د بيا ملاوېدو نه مخکښې دا قيصه يو ځل بيا واورئ. کۀ چا سره دا قيصه په ليکلے شوى يا آډيو شکل کښې نۀ وى، نو د غونډې مشر ورته دا ليږلے شى. څنګه چې مخکښې ځو، نو راځئ چې د مالک نه مدد وغواړو.

0:00

0:00