100%

جماعت خدائ پاک سره تعلق ساتى

الشراكة

1

د تېرې شوې غونډې نه پس څۀ وشول، او تاسو د څۀ د پاره شکر ګزار يئ؟

2

په دې هفته کښې تاسو د څۀ د پاره فکرمند يئ، او د بهترۍ راوستلو د پاره تاسو ته د څۀ ضرورت دے؟

3

ستاسو په ټولنه کښې د خلقو څۀ ضرورتونه دى، او د دې ضرورتونو پوره کولو د پاره مونږ څنګه د يو بل مدد کولے شو؟

4

په تېره شوې غونډه کښې مونږ کومه قيصه لوستې وه؟ مونږ د خدائ پاک او د خلقو په حقله څۀ زده کړى وو؟

5

په تېره شوې غونډه کښې تاسو فېصله کړې وه چې څۀ مو زده کړل په هغې به عمل کوئ. تاسو څۀ کوئ او د دې نتيجه څۀ ده؟

6

په تېره شوې غونډه کښې مونږ کومه قيصه لوستې وه؟ مونږ د خدائ پاک او د خلقو په حقله څۀ زده کړى وو؟

7

په تېره شوې غونډه کښې مونږ د يو څو ضرورتونو په حقله خبرې کړې وې او د هغه ضرورتونو پوره کولو اراده مو کړې وه؟ نو څۀ وشول؟

8

نو راځئ چې اوس د خدائ پاک په حقله يوه نوې قيصه واورو...

اول کورنتيان 3: 1-15

¹ درېم باب اے وروڼو او خوېندو، ما تاسو سره لکه د روحانى خلقو په شان خبرې ونۀ کړے شوې بلکې داسې مې وکړې لکه چې دُنياوى خلقو سره چې په مسيح کښې ماشومان دى. ² ما تاسو له پئ درکړل خو روټۍ نه، ځکه چې تاسو روټۍ خوړلو ته تيار نۀ وئ. بلکې اوس هم لا تاسو تيار نۀ يئ. ³ ځکه چې تر اوسه پورې تاسو د ګناه د فطرت په اختيار کښې يئ، او چې تر اوسه پورې په تاسو کښې حسد او جګړه روانه ده. نو ولې د دې نه دا پته نۀ لګى چې تاسو تر اوسه د انسانى خواهش په مطابق کردار کوئ؟ ⁴ ځکه چې څۀ وخت چې يو وائى چې زۀ د پولوس په ډله کښې يم او بل وائى چې زۀ د اپولوس په ډله کښې يم، نو ولې تاسو په داسې کولو د انسانى فطرت په مطابق نۀ شوئ؟ ⁵ اپولوس څوک دے؟ او پولوس څوک دے؟ هغوئ خو صرف خادِمان دى د چا په وسيله چې تاسو ايمان راوړو او دغه شان مونږ هر يو هغه خِدمت وکړو کوم چې مالِک مونږ ته حواله کړے وو. ⁶ ما کرونده وکړه، اپولوس اوبۀ ورکړې، خو وده ورته خُدائ پاک ورکړه. ⁷ نو بيا نۀ کرونده کوونکے او نۀ اوبۀ ورکوونکے څۀ شے دے، بلکې صرف خُدائ پاک دے چې وده ورکوونکے دے. ⁸ د تخم کرونکى او د اوبو ورکوونکى دواړو مقصد يو دے، خو هر يو به د خپل محنت په مطابق اجر بيا مومى. ⁹ ځکه چې مونږ د خُدائ پاک خِدمتګار يُو، تاسو د خُدائ پاک زمکه او د خُدائ پاک عمارت يئ. ¹⁰ ما د هغه فضل په مطابق چې خُدائ پاک راته راکړو، ما د يو پوهه ګلکار په شان بنياد کېښودو او کۀ په هغې بل څوک عمارت ودانوى، نو هر يو ګلکار دې په دې خبردار شى چې پرې څنګه عمارت جوړ کړى. ¹¹ ځکه چې هيڅوک هم بل بنياد نۀ شى اېښودلے بغېر د هغه بنياد نه چې اېښودلے شوے دے، او هغه بنياد عيسىٰ مسيح دے. ¹² کۀ څوک په هغه بنياد باندې د سرو زرو، د سپينو زرو، د قيمتى کاڼو، لرګو، واښو يا د بوسو عمارت جوړوى، ¹³ نو د هر ګلکار کار به په خپله ښکاره شى ځکه چې د قيامت په ورځ به دا په اور راڅرګند شى. او زمونږ د کار نېکى او بدى به په اور وآزمائيلے شى. ¹⁴ کۀ په هغه بنياد د چا جوړ عمارت باقى پاتې شى نو هغه ګلکار به اجر بيا مومى. ¹⁵ کۀ د چا کار وسوزيږى نو هغۀ ته به تاوان ورسيږى، خو هغه به په خپله په سوزېدو سوزېدو کښې د اور نه بچ شى.

اول کورنتيان 3: 21-23

²¹ نو بيا تاسو په يو انسان هم فخر مۀ کوئ، ځکه چې ټول هر څۀ ستاسو دى، ²² نو کۀ پولوس وى او کۀ اپولوس، کۀ پطروس، او کۀ دُنيا، ژوند وى يا مرګ، کۀ موجوده وخت وى او يا آئنده وخت وى دا ټول هر څۀ ستاسو دى، ²³ او تاسو د عيسىٰ مسيح يئ او مسيح د خُدائ پاک دے.

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019. اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows: Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto, Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society. Used by permission. All rights reserved. Pashto, Northern: Yousafzai Pashto Audio Bible; Revised Yousafzai Pashto (Northern) Bible © 2020, The Pakistan Bible Society (Text). Audio ℗ 2020-2025 Roshan Productions for complete NT and following OT books: Jos, Jud, 1Sa – 2Ch, Psa, Pro, Ecc, Isa – Hos, Jon – Mal.. Audio ℗ 2020 Davar Partners International (Audio) for following OT books: Gen – Deu, Rut, Ezr – Job, Sng, Jol - Oba.

التطبيق

1

اوس دې څوک په خپلو الفاظو کښې دا قيصه داسې بيا بيان کړى لکه چې خپلو يو داسې ملګرى ته ئې بيانوى چا چې مخکښې دا هډو اورېدلې نۀ ده. راځئ چې وګورو چې په دې کښې ترې نه څۀ پاتې شو يا څۀ ئې په غلطۍ سره زيات بيان کړل. کۀ داسې وشى نو مونږ دا تپوس کولے شو "دا په قيصه کښې کوم ځائ وئيلے شوى دى؟"

2

دا قيصه مونږ ته د خدائ پاک په حقله، د هغۀ د کردار او کارونو په حقله د څۀ ښودنه کوى؟

3

په دې قيصه کښې مونږ د خلقو او د خپل ځان په حقله څۀ زده کوو؟

4

مونږ په دې قيصه کښې د جماعت په حقله څۀ زده کوو؟

5

تاسو به په دې هفته کښې د دې قيصې په حقيقت باندې څنګه عمل کوئ؟ تاسو به کوم خاص عمل يا کار کوئ؟

6

د بيا ملاوېدو نه مخکښې به تاسو دا قيصه چا ته کوئ؟ تاسو داسې څوک پېژنئ چې هغوئ هم د خدائ پاک کلام د داسې قسمه ايپ په ذريعه پېژندل غواړى؟

7

راځئ چې اوس د خپلې غونډې په آخره کښې دا فيصله وکړو چې بيا به کله ملاويږو او په راتلونکې غونډه کښې به څوک مشرى کوى.

8

دا يو ځائ ښۀ وخت تېر شو. دا به ښه وى چې د څۀ کولو د پاره وئيلى دى هغه وليکئ، او د بيا ملاوېدو نه مخکښې دا قيصه يو ځل بيا واورئ. کۀ چا سره دا قيصه په ليکلے شوى يا آډيو شکل کښې نۀ وى، نو د غونډې مشر ورته دا ليږلے شى. څنګه چې مخکښې ځو، نو راځئ چې د مالک نه مدد وغواړو.

0:00

0:00