1
2
3
4
5
6
7
8
⁸ د مالِک خُدائ شکريه ادا کړئ، د هغۀ د لويئ اِعلان وکړئ، قومونو ته ووايئ چې هغۀ څۀ کړى دى. ⁹ د مالِک خُدائ حمدوثناء ووايئ، د هغه عجيبه کارونو په حقله ووايئ چې هغۀ کړى دى. ¹⁰ په دې باندې خوشحالى وکړئ چې مونږ د هغۀ يُو، چې څوک د هغۀ طلب کوى هغه ټول دې خوشحاله شى. ¹¹ د مالِک خُدائ او د هغۀ د طاقت لټون کوئ او هر وخت د هغۀ په حضور کښې اوسئ. ¹²⁻¹³ د خُدائ پاک د خِدمت کوونکى يعقوب اولاده، د هغه بنى اِسرائيل اولاده، چې کوم خُدائ پاک خوښ کړے وو، هغه معجزې يادې ساتئ چې خُدائ پاک کړى دى او هغه عدالت چې کوم هغۀ کړے دے. ¹⁴ هغه مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک دے، د هغۀ حُکمونه د ټولې دُنيا دپاره دى. ¹⁵ د خُدائ پاک لوظ هيڅکله مۀ هېروئ، چې کوم د پېړو پېړو پورې نۀ ختمېدونکے لوظ دے، ¹⁶ کوم لوظ چې هغۀ د اِبراهيم سره کړے وو، هغه وعده چې هغۀ د اِسحاق سره کړې وه. ¹⁷ مالِک خُدائ د يعقوب سره يو لوظ وکړو، هغه لوظ چې نۀ ختمېدونکے دے. ¹⁸ هغۀ وفرمائيل، ”زۀ به تاسو له د کنعان مُلک درکړم، دا به ستاسو خپل ميراث شى.“ ¹⁹ د خُدائ پاک خلق په شمېر کښې کم وُو، چې د کنعان په مُلک کښې مسافر وُو. ²⁰ هغوئ د يو مُلک نه بل مُلک ته سرګردانه ګرځېدل، د يوې بادشاهۍ نه بلې بادشاهۍ ته تلل راتلل. ²¹ خو خُدائ پاک هيڅ څوک پرې نۀ ښودل چې د هغوئ سره بد سلوک وکړى، د هغوئ د حِفاظت دپاره هغۀ بادشاهانو له خبردارے ورکړو، ²² ”زما خوښ کړے شوو خِدمت کوونکو ته ضرر مۀ رسوئ، زما پېغمبرانو ته تکليف مۀ رسوئ.“ ²³ اے ټولې دُنيا، د مالِک خُدائ صِفت وکړئ، د هغه زېرى اِعلان هره ورځ کوئ چې هغه بچ کول کوى. ²⁴ قومونو ته د هغۀ د جلال اِعلان وکړئ، ټولو خلقو ته د هغۀ د عجيبه کارنامو بيان وکړئ. ²⁵ مالِک خُدائ لوئ دے او د هغۀ دې لوئى او ثناء صِفت وشى، د نورو ټولو خُدايانو نه دې د هغۀ زيات درناوے وشى. ²⁶ د نورو ټولو قومونو خُدايان تش بُتان دى، خو مالِک خُدائ آسمانونه پېدا کړى دى. ²⁷ د هغۀ نه ګېرچاپېره جلال او عزت دے، د هغۀ عبادتخانه د طاقت او د خوشحالۍ نه ډکه ده. ²⁸ د زمکې ټولو قومونو، د مالِک خُدائ ثناء صِفت وکړئ، د هغۀ د جلال او د طاقت ثناء صِفت وکړئ. ²⁹ د مالِک خُدائ د ستائنې وړ نوم لوئى بيان کړئ، نذرانه راوړئ او د هغۀ حضور ته راشئ. کله چې هغه مقدسه هستى څرګنديږى نو د هغۀ په وړاندې سجده وکړئ، ³⁰ اے ټولې دُنيا، د هغۀ په مخکښې ورېږدېږئ. زمکه پخه لګولے شوې ده او نۀ شى خوځېدلے. ³¹ اے آسمانه او اے زمکې، خوشحالى وکړئ، قومونو ته ووايئ چې مالِک خُدائ بادشاه دے. ³² سمندر او په هغې کښې مخلوق دې وغړمبيږى، پټى او په دې کښې هر څۀ دې خوشحالى وکړى. ³³ د ځنګل ونې به د خوشحالۍ نه چغې ووهى. هغه وخت چې مالِک خُدائ په زمکه بادشاهۍ له راځى. ³⁴ د مالِک خُدائ شُکر ادا کړئ، ځکه چې هغه ښۀ دے، د هغۀ مينه نۀ ختمېدونکې ده. ³⁵ هغۀ ته ووايئ، ”اے زمونږ خلاصوونکيه خُدايه پاکه. مونږ بچ کړه، مونږ په يو ځائ راغونډ کړه، د قومونو نه مو بچ کړه، نو چې داسې مونږ شُکر ګزار شُو او ستا د پاک نوم ستائينه وکړُو. ³⁶ د مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک ثناء صِفت وکړئ، د هغۀ ستائينه اوس او د همېشه دپاره کوئ.“ بيا ټولو خلقو ووئيل، ”د مالِک خُدائ ثناء صِفت دې وى، آمين.“
Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019. اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows: Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto, Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society. Used by permission. All rights reserved. Pashto, Northern: Yousafzai Pashto Audio Bible; Revised Yousafzai Pashto (Northern) Bible © 2020, The Pakistan Bible Society (Text). Audio ℗ 2020-2025 Roshan Productions for complete NT and following OT books: Jos, Jud, 1Sa – 2Ch, Psa, Pro, Ecc, Isa – Hos, Jon – Mal.. Audio ℗ 2020 Davar Partners International (Audio) for following OT books: Gen – Deu, Rut, Ezr – Job, Sng, Jol - Oba.
1
2
3
4
5
6
7
8
0:00
0:00